www.razmendagan.com                                                                                                         afgrazm@gmail.com  


ارسالی -گزارشگران پورتال(AA-AA)

۱۴ جنوری ۲۰۱۷

 

 

در افغانستان چه می گذرد؟

۹

      Description: C:\Users\shafi.a\Desktop\15977501_231182360669479_5840560671518291122_n.jpgکابل در چند ماه اخیر شاهد یکی از خونین ترین حملات تروریستی بود. دو حملۀ انتحاری در درب ورودی دفاتر اعضای پارلمان افغانستان، به کابل رنگ و بوی خون داد. این جنایت، شام سرد کابل را سردتر و غمگین تر ساخت. صدای گوشخراش امبولانس ها، پرسونل نظامی و افراد هراسان، فضای شهر را ماتمدارتر ساخت. 50 انسان به خاک افتادند و بیش از 150 تن دیگر زخمی شدند.

کابل، در خون فرزندانش غسل تعمید می بیند، اما حاکمان همچنان خنده بر لب دارند. دیروز از روزهای ماتمزای دیگر در کابل بود. ده ها خانواده نان آور خود را از دست دادند، ده ها کودک یتیم و ده ها مادر بی فرزند شدند. در خبرها آمده است که در این حملۀ جنایتبارانه، یک کراچی وان نیز جانش را از دست داده است که تنها نان آور خانواده بود و مادر بیوه و چهار خواهرش را تنها گذاشت.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

      لشکرګاه د هلمند ولایت مرکز چې په پخوا زمانو کې د تمدن مرکز ګڼل کیده، اوس د ترهګرو او مذهبي بنسټپالانو په اور کې سوځي. هلمندیانو خپل ژوند، کور، ټاټوبی، کرونده او ځمکې له لاسه ورکړي. کلونه تیر شول، خو د هلمندیانو پر ټپونو چا پټۍ کښینښوده. داسې ورځ به نه وي چې له هلمنده د ویر او ماتم ږغ پورته نه وي. نه یې طالب تورمخي آرام او هوسا ژوند ته پریږدي او نه بهرني ښکیلاکګر. هلمندیان د وینو په حمام کې لمبیږي، خو څوک یې د پوښتنې نشته.

وړمه ورځ هم د هلمند لپاره د ویر او ماتم ورځ وه. یوه ځانمرګي برید کوونکي د خپلو چاودیدونکو توکو په چاودیدو سره 7 تنه ووژل او شاوخوا لس تنه نور یې ټپیان کړل. ویل کیږي چې دغه کسان په امنیتي ځواکونو پورې تړلي وو. دا هغه امنیتي ځواکونه دي چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره چمتو شوي چې له خپل سر او وینې تیر شي. لوږه او بیوزلي د دې لامل شوی چې زموږ هیوادوال، یا له دولتي امنیتي ځواکونو سره یو ځای شي او یا هم له طالب ترهګرو سره. هرې خوا ته تلل د دوی لپاره د مرګ معنا لري، خو له بده مرغه له دوی سره بله لار نشته چې وکړای شي خپله کورنۍ او ژوند ورباندې وچلوي.

      Description: C:\Users\shafi.a\Desktop\us_bomb_wipe_afghan_village.jpgروزنامۀ امریکایی والستریت ژورنال در شمارۀ اخیر خود مطلبی را تحت عنوان "امریکا حملات هوایی را در افغانستان افزایش داده است" به چاپ رسانیده که در آن آمده است که نیروی هوایی امریکا در سال 2016 میلادی به شکل دراماتیک حملات زیادی را در افغانستان انجام داده است. از جنرال چارلز کلیفلند نیز نقل شده است که ازدیاد در حملات هوایی، نتیجۀ افزایش صلاحیت هاست و نیروهای امریکایی با استفاده از این صلاحیت ها، در سال 2017 نیز حملات شان را همینطور نگه خواهند داشت.

حملات هوایی نیروهای امریکایی در 2016 باعث پرتاب 1337 بم بر روستاها و دهات افغانستان شده است که نسبت به سال 2015، 40 درصد ازدیاد را نشان می دهد. این حملات به معنای شدت گرفتن بیشتر جنگ در افغانستان و بربادی مردم بی دفاع آن است. با پرتاب هر بم، ده ها خانه به ویرانه مبدل می شود و در برخی موارد، ده ها انسان جان خود را از دست می دهند. برای بمباردمان کنندگان متجاوز مهم نیست که کی در آن زیر کشته می شود و خانۀ کی ویران می شود؛ آنان فقط اهداف خود را دنبال می کنند. بمباردمان کور این نیروها، بارها از مردم بی گناه و بی دفاع قربانی گرفته است که در آن زنان و کودکان نیز شامل بوده اند.

 

 

 

 

 

 

 

 

      کندهار هم وړمه ورځ د کابل او هلمند په څیر د خونړي برید شاهد و. ویل کیږي چې د کندهار ولایت مقام په میلمستون کې چې د نوموړي ولایت والي، مرستیال، یو شمیر دولتي چارواکي، د متحده اماراتو سفیر او د هغه هیواد یو شمیر دیپلوماتان حاضر وو، دغه خونړی برید تر سره شو. د برید په ترڅ کې د والي مرستیال، یو شمیر سوداګر، د پارلمان دوه غړي (بازمحمد جوزجاني د ولسي جرګې او سراج الدین صفري د مشرانو جرګې غړی) هم ووژل شول. په دې پیښه کې 11 تنه وژل شوي او د والي او سفیر په ګډون 12 تنه ټپیان شوي دي.

ځینې آوازې موجودې دي چې کیدای شي ایراني جاسوسان په دې کار کې لاس ولري، ځکه د ایران اړیکې له عربانو سره ښې نه دي او ښایي هغوی له وخت څخه په استفادې، عربانو ته غوږتاوي ورکړې وي. متحده اماراتو د خپلو پنځه دیپلوماتانو د وژل کیدو په ویر کې په خپل هیواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ، خو د افغانستان وګړي چې وینه یې بې رنګه شوې ده، نه ورته څوک ماتم نیسي او نه یې هم څوک د مړینې پوښتنه کوي. 

      مقامات امنیتی ولایت هرات، دو روز قبل، سه شهروند ایران را به اتهام حمله های هراس افگنانه و به قتل رساندن چهره های سرشناس در این ولایت دستگیر نمود. مقام های محلی می گویند که این هراس افگنان ایرانی در برخی از قتل های زنجیره ایی که در این اواخر در این ولایت رخ داده است، دست دارند. افراد بازداشت شده در ابتدا خود را افغان معرفی نموده اند، اما بعد از تحقیقات معلوم گردید که تابعیت ایران را دارند. افغانستان کشور بی در و دروازه است که حاکمان و دولتمردان فاسد آن، زمینه را برای چنین کاری بیش از پیش مساعد ساخته اند.

Description: C:\Users\shafi.a\Desktop\afghan_woman_killed_by_nato_sep_16_2012.jpgهم اکنون هزاران جاسوس از کشورهای مختلف در افغانستان تحت نام های مختلف فعالیت دارند. بسیاری از مقامات دولتی با این جواسیس در رابطه اند و حتی برخی از آنان در رده های بالایی دولت، رابطۀ مستقیم با کشورهای خارجی دارند و برای منافع آنان کار می کنند.

      بهرنیو مرستندویانو د ښځو حقونو او آزادۍ تر نامه لاندې په تیرو شپاړلس کلونو کې سلګونه میلیون ډالر ولګول، چې زیاته برخه یې انجوګانو او فاسدو دولتي چارواکو ته ورسیده. داسې ورځ به نه وي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي، وهلو، وژلو، سنګسار کولو او سپکولو پیښې ثبت شوې نه وي. افغانستان ښایي په دې برخه کې د نړۍ تر ټولو خراب وضعیت ولري.

 

په روان کال کې په ټول هیواد کې د ښځو د وژلو 160 پیښې ثبت شوي چې 23 پیښې یې يوازې په وروستۍ یوې نیمې میاشتې کې تر سره شوي. دا هغه ارقام او شمیرې دي چې د کورنیو شخړو او تاوتریخوالو او یا نورو جنایي پيښو په ترڅ کې وژل شوې دي او کیدای شي ځینې پیښې د بیلابیلو دلایلو له امله ثبت شوې نه وي، ځکه فاسد او خاین چارواکي د دې لامل کیږي چې ځینې دوسیې او پیښې پټې پاتې شي، څو د هغوی پر خیانت او جنایت څوک خبر نشي. د امریکا او ناټو په بمباریو کې د وژل شویو میرمنو شمیر په کراتو له دې لوړ رقم په ډاګه کوي.

 

 

 

 

 

 

 


                                                                        www.razmendagan.com                                                                                     afgrazm@gmail.com