www.razmendagan.com                                                                                                         afgrazm@gmail.com  


ارسالی - گزارشگران پورتال(AA-AA)

۱۰ جنوری ۲۰۱۷

                                                                                        درافغانستان چه می گذرد؟

۶

      په کندهار ولایت کې په جنسي تیري تورن یو تعویذ لیکوونکی د دوه محکمو له خوا په ۱۷ کاله زندان محکومیدو سره سره له بنده خوشې شوی دی. اته میاشتې وړاندې د ولي جان په نوم یوه مُلا چې په مُلا مخ پټي مشهور دی، د کندهار په ډنډ سیمه کې پر 18 کلنې پلوشې جنسي تیری وکړ، چې د پیښې په تړاو د پولیسو لخوا ونیول شو، خو اوس له اته میاشتو بند وروسته له زندانه خوشې او آزاد ګرځي.

 

د پلوشې کورنۍ وایي چې د نوموړي مُلا خوشې کیدل د هغوی کورنۍ ته ستر ګواښ دی او باید دغه پست او بې وجدان مُلا د خپل شرموونکي عمل سزا وویني. له بده مرغه په دې هیواد کې چې چارواکي یې هم پر عامو وګړو تیری کوي، د دغه بې وجدان مُلا جنسي تیری له هغو پیښو څخه دی چې نه د محکمې لخوا تعقیبیږي، نه د څارنوالۍ او نه د دولت د نورو ارګانونو لخوا، ځکه دا ټول لاس په لاس په دغه ډول کړنو او پیښو کې ښکیل دي.  

      وضعیت زندگی زنان در ماتمکده ای به نام افغانستان با گذشت هر روز تحت حاکمیت حکومت وحشت ملی بدتر و بدتر شده می رود. زنان از مظالم مختلف و دردهای جانکاه رنج می برند. خشونت های خانوادگی، توهین و تحقیر و لت و کوب از موارد عادی در نزد بسیاری از افراد خانواده است که با انجام آن آب از آب تکان نمی خورد. خشونت خانواگی باعث شد تا زن جوانی در ولایت پروان بعد از طلاق از همسرش، خود را در خانۀ پدر حلق آویز کند. این زن یک هفته قبل طلاق گرفته بود و شوهرش بعد از این حادثه فرار نموده است.

 

      ولایت غور که یکی از دورافتاده ترین ولایت های افغانستان به حساب می آید، یکی از ولایت هایی است که سطح بالای خشونت و قتل زنان در آن گزارش می شود. سه روز قبل یک دختر جوان در فیروز کوه مرکز ولایت غور با خوردن مرگ موش، به زندگی اش پایان داد. گفته می شود که خشونت خانوادگی باعث خودکشی این دختر شده است.

مقامات بی کفایت و فاسد ولایت غور به جای اینکه اصل قضیه را پی گیری نمایند، در یک اقدام مسخره و خنده آور فیصله نموده اند تا فروش مرگ موش و سموم کشندۀ دیگر در بازار و دکان های شهر فیروزکوه ممنوع گردد!

 

      جرم و جنایت، قتل و دزدی و اختطاف در ولایت های شمال افغانستان نیز افزایش یافته است. در رویداد اخیر سه روز قبل، سه عضو یک خانواده در شهر مزار شریف مرکز ولایت بلخ توسط افراد ناشناس به قتل رسیدند. آمر امنیۀ قومندانی بلخ می گوید که به تاریخ 17 جدی سال روان، دو فرد مسلح به منزل مسکونی واقع کارتۀ نورخدای شهر مزارشریف داخل شده و یک کودک، یک زن و یک جوان را به قتل رسانیدند. تحقیقات ابتدایی نشان می دهد که خشونت خانوادگی باعث این حادثه شده است.

بلخ که مرکز فرمانروایی عطا محمد، قلدر بی شاخ و دم شورای نظار است، جنایت هایی از این قبیل در آن امر عادی شمرده می شود و کسی توانایی تحقیق و تعقیب قضیه را ندارد.  

 

      د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې هندو او سیک لږکۍ اوسیږي چې شمیر یې شاوخوا 200 کورنیو ته رسیږي. څو لسیزې وړاندې د افغانستان هندوان او سیکانو کولای شول د ننګرهار په ښوونځیو او پوهنتنونو کې خپلې زده کړې پر مخ بوځي، خو له بده مرغه اوس دغه تاسیساتو ته لاسرسی نه لري.

څلور کاله مخکې د معارف وزارت لخوا هندو او سیک ماشومانو لپاره د لومړنیو زده کړو یو ښوونځی جوړ شو، خو تر اوسه پورې ودانۍ نه لري، چې ماشومان په کې یوازې تر دریم ټولګي پورې درس ویلای شي. دوی خپلو ماشومانو ته په درمسال کې ښوونځی جوړ کړی چې نه د تفریح ځای لري، نه کانټین لري او نه هم د ساعت تیرۍ لپاره کوم ځای. 

سیکان او هندوان شکایت لري چې حکومت د دوی په وړاندې دوه مخې سیاست غوره کړی، ځکه مرکزي حکومت مسلمانانو لپاره زرګونه ښوونځي جوړ کړي، د هغوی ټول لګښتونه ورکوي، خو د سیکانو او هندوانو ښوونځي ته یې تر اوسه نه کومه څوکۍ ورکړې، نه میز، کتابچه او نه قلم، یوازې نوم یې معارف دی او بس. دوی وایي چې دغه ستونزه یې له دولتي چارواکو سره شریکه کړې، خو هیچا یې د حل لپاره کوم ګام ایښی نه دی.

په تیرو وختونو کې شاوخوا 10000 هندو او سیک کورنۍ د افغانستان په ختیځ ولایتونو کې اوسیدې، خو د شوروي جګړې او د اسلامي تنظیمونو تر منځ په جګړو کې دغه لږکیو تر ټولو زیاته قرباني ولیدله او کوم کسان چې ژوندي پاتې شول، نورو هیوادونو ته یې کډه وکړه. دولتي ټوپکمارو جنګسالارانو د دوی پر نجونو او میرمنو جنسي تیری وکړ، او د دوی ځمکې، جایدادونه او شتمنۍ ټولې لوټ او یا غصب کړې.

 

Description: https://gdb.voanews.com/90117B88-7A2B-4C65-90BB-0F3A88249CE1_w610_r1_s.jpg                                                                                       

 


                                                                        www.razmendagan.com                                                                                     afgrazm@gmail.com