د رزمندگانو سایت ته ښه راغلاست! |  به سایت رزمندگان خوش آمدید!


     صفحۀ نخست    گزارش و خبر    اعلامیه ها    صفحات ویژه    نویسندگان    پیوندگاه   صدا و تصویر    صفحات انگلیسی

 

 

د رزمندګان سایټ لید او موخې

د رزمندګان سایټ د ملي، دموکراتیک، پرمختللي او انقلابي اندونو د تربیون په توګه او د امپریالیزم او ارتجاع په وړاندې د افغانستان د ستمځپلي ولس د انقلابي مبارزاتو انځورونکی، اساساً ولس پورې تړاو لري او لاره یې له ټولو هغو کسانو څخه چې له ولس سره یې جفا کړې او کوي، جلا ده.

دا سایټ په خپلواکۍ او ملي آزادۍ باورمن دی. زموږ د هیواد په اوسني اشغال شوي او ښکیلاکي موقعیت کې، رزمندګان د خپلواکۍ او ملي آزادي تر لاسه کول او د تیري او امپریالیستي نیواکګرو طردول، د خپلو دندو له لومړیتوبونو څخه ګڼي. له دې هدفمنتیا سره، دا سایټ کوښښ کوي د نیواکګر امپریالیزم او د ځایي ارتجاعي ځواکونو په وړاندې د ټولو ملي دموکراتو، آزادي غوښتونکو، پرمختللي او انقلابي ځواکونو اوچت فریاد وي. له دې ځانګړنې سره، رزمندګان زموږ پر هیواد او یا پر نورو هیوادونو د هر ډول لاسوهنې، تیري او نیواک له هرې خوا چې تر سره کیږي او یا تر سره شي، مخالف دی او په وړاندې یې مبارزه کوي.

رزمندگان نړیوال امپریالیزم او د هغې متحده ارتجاع د نورو ملتونو په حقونو او د هیوادونو پر ځمکنۍ بشپړتیا د تیري سرچینه او د نړۍ پر خلکو د ستمګرۍ او بیعدالتۍ لامل ګڼي او د امپریالیزم او ارتجاع په وړاندې مبارزه کوي.

دا سایټ غواړي د وخت فریاد وي. نو د هر ډول ارتجاع، وروسته پاتیوالي، خرافاتو او د تکامل په وړاندې جګړې سره د هر نوم او نښان لاندې چې وي، مبارزه کوي.

د رزمندګان سایټ په واقعي دموکراسي باور لري. واقعي دموکراسي زموږ له نظره هغه دموکراسي ده چې د ډیرۍ محرومو او زیارکښو خلکو د ګټو پر غوښتنې ودریږي او په ننداریزه توګه وارده نشي. لویدیځه (لیبراله) دموکراسي د دموکراسۍ کاریکاتور دی چې یوازې د امپریالیستانو او سترو پانګوالو او مرتجع متحدینو د ګټو د خوندیتوب او همدا ډول د واکمنیو د طبقاتي منځپانګې په هکله د ناآګاه خلکو د دوکه کولو لپاره کارول کیږي. لیبراله وارداتي دموکراسۍ په وروستۍ یوې لسیزه کې زموږ په اشغال شوي هیواد کې هم، د نیواکګرو امپریالیستانو او د هغوې متحدو پانګوالانو او زمیندارانو پر جابرانه واکمنتیا د پردې غوړولو په توګه کارول شوې ده چې له وژنې، شکنجې، بیوزلۍ، فساد، زورمنتیا، لوټ، ارزښت ځپنې، جاسوس پالنې، بی بندوباري او... پرته یې حاصل نه دی درلودلی. دغه دموکراسي زموږ د هیواد ستمځپلي خلکو په مستقیم ډول تجربه کړې او د هغه نه زغمیدونکی رنځ یې ګاللی دی.

رزمندګان په پراخه او پریکنده ټولنیز عدالت باور لري. تبعیض، تر هر نوم لاندې چې وي، د طبقاتي، توکمیز، ملي، جنسیتي، مذهبي، سیمه ایز، قومي، ژبنی او... تبعیض په ګډون د دې سایټ له نظره ناروا او ناسم دی. دا سایټ له هر ډول تبعیض، زبیښاک، ټولنیزې بی عدالتۍ او ستمګرۍ سره مبارزه کوي. همدا ډول د هیواد د ستمکښو میرمنو چې د څو اړخیزو ظلمونو او ځورونې رنځ ګالي، د بشپړو حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه، د دې سایټ په مبارزاتي کړنلاره کې ځانګړی ځای لري.

ملي یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي پیژندګلوي او د افغانستان د هستوګنو ګډ برخلیک د یوه هیواد او یوه ملت په توګه زموږ د هستۍ بنسټ جوړوي. موږ دې هستۍ ته چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د ټولو قومونو او ملتونو په وینه رامنځته شوی او غښتلتیا یې موندلې، باورمن او ډاډمن یو. د ملي یووالي ټکنی کول او د هیواد د وروڼو قومونو او ملیتونو تر منځ د هر نوم تر لاندې تربګني او ترینګلتیا رامنځته کول، ملي خیانت ګڼو او په وړاندې یې مبارزه کوو.

له دې ځانګړنو سره د رزمندګان وب سایټ د هیڅ ځانګړي سازمان او بنسټ په انحصار کې نه دی او د ټولو هغو سازمانونو، بنسټونو او ملي، دموکرات او انقلابي مبارزو شخصیتونو تربیون دی چې وغواړي د امپریالیزم، ارتجاع، تیري، تړلتیا، ستم، زبیښاک، تبعیض، او ټولو ټولنیزو ناخوالو او کړاونو په وړاندې مبارزه وکړي.

دا سایټ هوډمن دی چې د فکري ـ سیاسي سالمې او رغنده مبارزې په بهیر کې، د ژورنالیستي منل شویو موازینو او ارونو له رعایتولو سره پوهه او آګاهي خلکو ته ورسوي او له هر ډول فرهنګی او ادبي ابتذال څخه ډډه وکړي. موږ د ټولو هغو کسانو، چې په دې کاري خط کې له موږ سره ځان همغږي ګڼي، د فعالې قلمي مرستې په تمه یو. دا سایټ ستاسو دی، له هغه معنوي ملاتړ وکړئ او لا یې پراخ او بډایه کړئ!

 

 

د دې تربیون پرانیستنه د رزمندګان ټولو لیوالو ته

 ورسوئ او دا آواز لا جګ فریاد کړئ!

www.razmendagan.com              afgrazm@gmail.com